دمينې لټول
انجنېر ظهورالدين اندېش انجنېر ظهورالدين اندېش

 زه مې دمينې لېونۍ ېم ، ورپسی ګرځم شاوخوا ئی لټومه
دغبارونو په ګرداب کی ، غوټی وهم ذره ذره ئی ټولومه
هم مې شېطان سره جګړه ده ، په کلي کور راته تاوېږي نارام ېمه
ما ته دسرو شونډو او پېزوان ستا ېنه مه کوه
مه کوه ېار جانه دخوبان پو ښتنه مه کوه


په ګړندي ډول عمل دی ستړۍ ئې کړم ، خو هدفو ته نژدی شومه
کله روان، کله په ز غا سته ، کله لوېدل، کله کړاو ورسره وينه
له لری نژدې راته ښکارېږي چی قدم واخلم اشاری کړي وتښتينه
ماته دسرو شونډو او پېزوان ستا ېنه مه کوه
مه کوه ېارجانه دخوبان پو ښتنه مه کوه


په منډو تېز ورپسی لاړم مخکی خندق وه چټلي ته ګذار شومه
په چټلېو کی تر پېږم ، جګېدل نشته وخت نادودی پر ما کړينه
دوخت له لاسه لېونۍ ېم، کله به ځما ګذار پری وشی چی جګ شمه
ما ته دسرو شونډو اوپېزوان ستاېنه مه کوه
مه کوه ېارجانه دخوبان پوښتنه مه کوه


دوست اورقيب ته رنګه ښکارم ، ملامت نه دي شېطان تل خپل کار کوينه
شېطان له وخته تو ظيف شوی دغه ئی کار دی مخلو قات را خبروينه
ځما اود شېطا ن مسا بقه ده ،ما پری اوچت کړه دعمرونو ټول بارونه
ماته دسرو شونډو اوپېزوان ستا ينه مه کوه
مه کوه ېارجانه دخوبان پو ښتنه مه کوه


وخت نژدی ښکاري حالات نور دې
مينه سترګک راته کوی وړاندی راځينه
په شېطان ټول اجرات وشول
نور مې شړلۍ دبري په تمه ېمه
ماته دسرو شونډو او پېزوان ستا ېنه وکوه
وکوه ېار جانه دخوبان پو ښتنه وکوه


1.1.2012


January 5th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان